تازه خبرونه

له پاکستان سره به د امریکا اړیکې له ترهګرۍ سره د مبارزې په شرط ټینګې وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بګرام کې له افغان مشرانو سره په لیدنه کې ویلي؛ واشنګتن په جدي ډول له پاکستان غواړي، چې د ترهګرو ځالې بندې او د یاغیانو په وړاندې اقدام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته په نااعلام شوي سفر راغی او په بګرام کې، چې د نړیوالو ځواکونو ستره ‌اډه په کې ده؛ له افغان حکومتي مشرانو سره وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې د سویلي آسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې له مخې یې لستوڼي بډ وهلي، چې په سیمه  کې د ترهګرو خوندي ځالې بندې کړي.

هغه دا هم وایي؛ د پاکستان له مشرانو به وغواړم، چې د ترهګرو او طالبانو خلاف جدي مبارزه وکړي. د امریکا په تګلاره کې له پاکستان سره اړیکې د ترهګرو خلاف د هغه هېواد له اقدام سره تړل شوي دی. په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره او د پاکستان پر راتلونکې به د هغه هېواد له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړم، چې د ترهګرو ډلو او د هغوی د مرکزونو په تړاو اقدام وکړي.

افغان حکومت دغه لیدنه د افغانستان په ګټه بولي او ټینګار کوي، چې د سیمې هېوادونه باید د ترهګرو د ځپلو په لار کې د افغانستان له خلکو سره ملګري شي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وایي، ولسمشر غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې اترې لرلې او د امریکا نوې تګلار یې افغانستان ته ښه فرصت ګڼلی دی او دا هېواد هیله من دی، چې ورسره هر اړخیزه همکاري تر سره شي.          

تیلرسن له افغان چارواکو او د بهرنیو ځواکونو له قومندانانو سره له لیدنو وروسته عراق ته تلی او نن پاکستان ته رسیدلي او بیا به هند ته ځي.

د امریکا د نوې تګلارې له اعلام وروسته پاکستان تر فشار لاندې دی، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو خلاف اقدام وکړي؛ و کتل شي، چې دغه وضعیت کوم لوری خپلوي.

خبریال: احمد فرشاد صالح

Trending

Exit mobile version