تازه خبرونه

په پاکستانیو تولیداتو کې زهري توکي افغانانو ته خطرناک ګواښ دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت یو مکتوب ښیي؛ ټاکل شوې، چې د پاکستان آی اس آی د دوه مشهورو شرکتونو له نومونو په ګټه اخیستنه افغانستان ته زهري لبنیات را ولیږي.

که څه هم د پاکستان په محصولاتو کې زهري توکي، افغانانو په ځانګړې توګه امنیتي ځواکونو ته د خطر زنګ دی او د افغان ځواکونو د خوړو په مینو کې هم د پاکستان محصولات لیدل کیږي او دغه سند، چې د مکتوب په بڼه خپور شوی؛ د افغان ځواکونو لپاره جدي خطر ګڼل کیږي.

په امنیتي چارو کې د کورنیو چارو وزارت د مرستیالۍ د ۱۶۶۰۹ ګڼې مکتوب له مخې ، چې اړوند ادارو ته رسیدلی؛ راغلي، چې، د پاکستان د آی اس آی سازمان په دې وروستیو کې د لبنیاتو( شیدو پیروي) یوه فابریکه د دوه مطرح کمپنیو پر نښو جوړه کړې او تر ډلبندۍ وروسته، چې د زهرو بڼه یې هم تثبیت شوې نه ده، افغانستان ته را ولیږي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په دې اړه د سکتوري وزارتونو او ریاستونو د همکارۍ او هڅو تر څنګ یادونه کوي، چې مونږ نشو کولي په یوازې سر د اړوند توکو مخه ونیسو.             

ولسمشر غني په ځلونو ویلي، چې افغانستان له پاکستان سره په نااعلام شوې جګړه کې دی؛ خو پوښتنه دا ده، چې د پاکستان استخباراتي سازمان به د افغان ځواکونو د کمزوره کولو لپاره له دې تاکتیک کار اخلي؟

حکومت په دې اړه څه نه وایي؛ خو پوځي کارپوهان د افغان ځواکونو په خوړو کې له زهري توکو استفاده خطرناکه بولي.

پوځي کارپوه زلمی وردګ وایي، چې پوهیږي دښمن دې دی؛ نو د تولیداتو کارول یې ځانته پخپله زیان رسول دي. هغه، چې قطعات مسموموي، ډېر نور کارونه هم تر سره کولی شي.            

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی ظاهر قدیر وایي، که دغه پروګرام رښتیا وي؛ ټول افغانان او په ځانګړي توګه  حکومت اړ دی، چې د دغې بې شرمۍ مخه ونیسي.         

په ښکاره دا لومړی ځل دی، چې افغان حکومت له داسې یوې سترې آزموینې سره مخ کیږي؛ کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه وایي؛ خو د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده، چې حکومت دې د پاکستان څارګرې ادارې د دغه احتمالي اقدام په وړاندې غلی نه کښیني.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version