تازه خبرونه

په لغمان کې ۱۴ داعشیان وژل شوي- کورنیو چارو وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې ده، چې د هېواد په لغمان ولایت کې پر۳ لوړيوړیو داعشیانو سربېره د دې ډلې ۱۱ جنګیالي په هوايي برید کې وژل شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان هوايي ځواکونو تېره ورځ د الینګار ولسوالۍ په مسور، کنده ګل او نورلام سیمو کې د داعش اړوند ۱۴ جنګیالي وژلي، چې ۳ کسه یې لوړ پوړي قومندانان ول.

د اعلامیې له مخې؛ په دغو هوايي بریدونو کې موسی، فیروز او تراب په نامه نومي قومندانان وژل شوي او پاتې نور یې عادي جنګیالي وه.

په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې په دغو هوايي بریدونو کې د داعش ډلې یو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په لغمان کې د ۱۴ داعشیانو له وژلو پر داسې مهال خبر ورکړی، چې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د افغان حکومت او داعشیانو ترمنځ جګړه دوه میاشتنۍ شوې ده.

د ننګرهار چارواکي وايي، په خوږیاڼو کې یې له داعشي وسلوالو ۵۲ کلي پاک کړي او په پاتې کلیو کې هم د داعش پر ضد عملیات روان دي.

دغه راز تېره اوونۍ د هېواد په شمال جوزجان ولایت کې هم د فرانسوي او ازبکي داعشیانو په ګډون د دې ډلې  لسګونه جنګیالي وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version