تازه خبرونه

په پاکستان کې پر۷۲ سخت دریځو ډلو د مالي مرستو د بندیدو غوښتنه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پر پاکستان د امریکا د پوځي مرستو له بندیزونو وروسته اسلام آباد د پاکستان له خلکو غوښتي، چې په هېواد کې له دوه اویا سخت دریځو ډلو سره مالي مرستې ونه کړي.

په ښکاره پاکستان د امریکا دغو ګامونو وارخطا کړی او د دغه حکومت ځينو رسنیو د کورنیو چارو وزارت هغه اعلامیه خپره کړې، چې له خلکو یې غوښتي؛ له جیش محمد، لښکر طیبه، سپاه محمد او د پاکستانيو طالبانو د تحریک په ګډون له دوه اویا ناقانونه ډلو سره مالي مرستې بندې کړي.

له سخت دریځو اسلامپالو ډلو د پاکستان ملاتړ امریکا په غصه کړې وه او پر دغه هېواد یې خپلې پوځې مرستې وځنډولې.

یوه امریکايي سناتور په خپل تویت کې لیکلي؛ په راتلونکیو ورځو کې به کانګرس ته داسې یوه لایحه وړاندې شي، چې له مخې به یې پر پاکستان ټولې مرستې بندې او دغه مرسته کیدونکې پیسې به په امریکا کې پر بنسټيزو کارونو ولګول شي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ هم د دغه جمهوریپال سناتور له طرحې هرکلی وکړ او د هغه طرحه یې د ښې مفکورې زیږنده بللې ده.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، د عشر و زکات راټولول؛ له ترورستانو سره نه یوازې مالي مرسته ده، بلکې ترې ملاتړ، روزل او تجهیز هم دی.  

سیاسي کارپوه فاروق بشر وایي، په پاکستان کې څه نا څه ۳۵ زره مدرسې شته که له هرې مدرسې یو ځانمرګی وروزل شي؛ په کال کې ۳۵ زره ترورستان دغه هېواد روزي.  

د مشرانو جرګې غړې نجیبه حسیني خپل دا ټینګار وړاندې کړ؛ افغانستان په تېرو ۱۷ کلونو کې هڅه او غوښتنه کړې، چې په پاکستان کې دننه دې د ترهګرو ځالې تر بریدونو لاندې راشي.  

پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې امریکا تېرایستلې او د ترمپ د څرګندونو له مخې ورته  دروغ ویل شوي دي. اوس امریکا خپلې پوځې مرستې تر هغې پر پاکستان ځنډولي، چې د حقاني شبکې او افغان طالبانو پر وړاندې ښکاره او رښتونې مبارزه پیل کړي.

دا، چې پاکستان ۷۲ ترهګرې ډلې ناقانونه اعلان او له خپلو خلکو یې پرې د مرستو د بندیدو غوښتنه کړې؛ څومره عملي بڼه ولري او یا به دغه پرېکړه د ترمپ له هرکلي سره مخ شي او که نه. دا به وخت په ډاګه کړي.   

Trending

Exit mobile version