تازه خبرونه

له وسلوالو مخالفینو سره خبرو اترو ته زمینه برابره شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې عالي شورا مرستیاله وایي، له وسلوالو مخالفینو سره خبرو اترو ته زمینه برابره شوې او په دې اړه  زمونږ نوې تګلاره تر کار لاندې ده، چې په درې پړاوونو کې به تر سره شي.

د سولې لپاره څو کلنې هڅې تر اوسه یوې پایلې ته نه دي رسیدلي او ورځ تر بلې  جګړه زور اخلي؛ پېچلې کیږي او د حکومت هر غوراوی بې پایلې پاتې دی. اوس د سولې عالي شورا په کوربتوب د اروپایي ټولنې د سفیر په ګډون د څو هېوادونو استازي را ټول شوي، چې سولې ته یوه لار پیدا کړي.

د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وایي، مونږ سولې ته د رسیدو لپاره درې مهمې موخې لرو او دا تګلاره به له مونږ سره مرسته وکړي، چې له ښکېلو خواوو سره لومړی خبرې پیل کړو؛ په دوه یم پړاو کې د سولې شورا به ملي بحثونه کوي او بیا له ښکېلو خواوو سره سیاسي خبرو څارنه ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې به د سولې لپاره ډېرې او ډاډکنې هڅې تر سره شي.

د اروپایی ټولنې سفیر بیا باور لري؛ د دولت د سولې په هڅو کې نیمګړتیاوې شته، له همدې کبله ده، چې د سولې نوې لارې له خلکو سره د مشورو په ګډون وړاندې کوو.

په افغانستان کې د اروپایی ټولنې سفیر پیري مایودون وایي، نن مونږ په کوم ځای او کوم موقعیت کې مو؛ غوښتل مو، چې په دې شپږ لومړیو میاشتو کې ښې لاسته راوړنې ولرو؛ خو دا، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې پرمختګ وکړو، نویو تګلارو ته اړتیا ده. دا هغه موارد دي، چې تر اوسه نه دي تر سره شوي او باید پرې وپوهیږو او له خلکو مشورې واخلو.

سیاسي شنونکي پاکستان ته د هغه هېواد خطاب کوي، چې د سولې بهیر یې له ستونزو او نورو پیچلتیاوو سره مخ کړی دی.

د کابل پوهنتون رییس حمیدالله فاروقي ویلي، افغانستان د جګړو ځاله او یا د ترهګرو خوندي ځای نه دی. دلته د سولې کور دی او مونږ غوره بولو؛ هغه ګاونډ هېوادونه، چې  پر ترهګرۍ او د ترهګرو پر ملاتړ باور لري دا درک کړي.

د سولې عالي شورا په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره نوې تګلاره تر کار لاندې نیولې، چې د ښځو په مرسته به له لیرې پرتو سیمو پیل شي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version