تازه خبرونه

له ټاکنو پرته راتلونکی نظام د منلو وړ نه دی- د م. م امنیت شورا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي افغان چارواکو ته ویلي، چې له ټاکنو پرته راتلونکی نظام د منلو وړ نه دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی، چې کابل ته د راغلي پلاوي ملتیا یې کوله د پلاوي له قوله وایې، چې راتلونکي ټاکنې باید پخپل وخت او رڼې ترسره شي.

 دغه پلاوي ویلي، چې ملګرو متلونو ته هغه حکومت مشروع دی، چې د ټاکنو په پایله کې رامینځته شي.

په ملګرو متلونو کې د افغانستان استازی محمود صیقل ټینګار کړی، چې د راتلونکي کال ټاکنې باید رڼې وي؛ افغان او نړیوال باید په ګډه کار وکړي، چې د خلکو اندېښنې لیرې او د رایو لپاره صندوقونو ته ولاړ شي.   

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند عبدالبدیع صیاد وایي؛ هڅې کوو، چې د راتلونکیو ټاکنو روڼتیا د ډاډ وړ شي.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه بیا په دي باور دي؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون توان نلري، چې ټاکنې پخپل وخت ترسره کړي.

د افغانستان د نوې ملې جبهې مرستیال صدیق پتمن وایي، حکومت د ټاکنو د تر سره کولو نیت نلري او د دې لامل د حکومت او ورسره د تړلیو ارګانونو مدیریتي نیمګړتیا ده، چې هر څه یې تر پوښتنې لاندې راوستي او له همدې کبله د ټاکنو تر سره کول تر پوښتنې لاندې دي.

د افغانستان د ټاکنو د څار بسټ رییس جانداد سپین غر ویلي، چې کمیسیون د خپل پروګرام ډېرې برخې اعلام کړي؛ خو مونږ په دې اړه د پرمختګونو شاهد نه یو، چې ان لړ لیک یې ځانګړی شوی نه دی.

د ملګرو متلونو د امنیت شورا پلاوي د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره ژمنه کړې، چې مالي او تخنیکې ملاتړ ته یې تیار دی.

Trending

Exit mobile version