تازه خبرونه

که پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس وانخلي، امریکا به بله لار غوره کړي- خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر وایي، چې د پاکستان په وړاندې د امریکا سیاست بنسټیز بدلون کړی او که دغه هېواد د ترهګرۍ په تړاو خپله پالیسي بدله نکړي، امریکا به یې په وړاندې د فشار لپاره بله لارغوره کړي.

په کابل کې له آریانانیوز سره په ځانګړیو خبرو اترو کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي، چې د امریکا د تګلارې له اعلام سره سم د دې هېواد په وړاندې دریځ نیونه مخ په پراختیا ده او پاکستان له دې حالت هم ډېر اندېښمن دی.

ښاغلي زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې، چې که څه هم په پاکستان کې د  ننګونو له حل پرته د افغانستان ستونزه نه شي حل کیدای؛ خو د دوه  مخي سیاست له دوام سره به پاکستان ډېر زیان وکړي.

په کابل کې د امریکا پخواني سفیر له طالبانو وغوښتل، چې خپلې موخې له سوله ییزو لارو تعقیب کړي او د افغانستان د دښمنانو په ګټه له فعالیته لاس واخلي.

د اندونیزیا ولسمشر، چې پاکستان ته سفر کړی څرګندوي؛ په سیمه کې د ستونزو د حل لپاره اړینه ده، چې د سیمې او اسلامي هېوادونه یوه اسلامي اجماع جوړه کړي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو ویلي، چې په اسلامي هېوادونو کې شپېته سلنه وسلوالې جګړې روانې دي او میلیونونه مسلمانان د ښځو او ماشومانو په ګډون د دې جګړې له کبله اړ کیږي، چې کډه وکړي او خپل هېوادونه پریږدي. د کډوالو ۶۵ سلنه د اسلامي هېوادونو وګړي جوړوي او اړتیا ده، چې د دې ننګونو د حل لپاره حللار پیدا شي.

د اندونیزیا ولسمشر زیاته کړې، چې په سیمه کې د ناامنیو دوام د هیڅ هېواد په ګټه نه ده او د افغانستان ثبات کولی شي ډېرې ننګونې له منځه یوسي.

اندونیزیا وړاندیز کړی، چې د افغانستان د سولې په خبرو کې کولی شي د منځګړي رول ولوبوي او په همدې خارطر ټاکل شوې د اندونیزیا ولسمشر به ژر کابل ته هم راشي.

Trending

Exit mobile version