بلخ @ps
په پروان ولایت کې یو ورور خپله خور وژلې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د پروان ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د شنبې پر سهار د دې ولایت د جبل سراج ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوه نجلۍ د خپل ورور لخوا وژل شوې ده.
د جبل سراج ولسوالۍ امنیه قومندان محمد معصوم فرزه یي پېښه مني او وایي، چې نجلۍ د زدکړې کورسونو ته د تګ پر لامل د ورور لخوا وژل شوې ده.
د ګزارشونو له مخې؛ دغه ۱۵ کلنه نجلۍ د جبل سراج ولسوالۍ په ګذر کلي کې د تفنګچې پر ډز د خپل ورور لخوا وژل شوې ده.
په دې وروستیو کې د هېواد له شمالي سیمو څخه د تاوتریخوالي او ناموسي وژنو ډېر خبرونه تر لاسه شوي دي.
تېره اوونۍ یو کس خپله خور له یو سړي سره د نامشروع اړیکو په تور دواړه پر تبر ووژل او ځان یې هم پولیسو ته وسپاره.Share