تازه خبرونه
په ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې سلګونه شکایتونه ثبت شوي
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رای ورکولو د ۷۳۵۵ مرکزونو د جوړیدو د نوملړ په تړاو ۳۷۳ شکایتونه ور رسیدلي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رییس عبدالعزیز آریایي وایي: په ډېرو شکایتونو کې د رای ورکولو د مرکزونو لیریوالی اصلي موضوع وه، چې یو له بل سره ۱۷ کیلو متره واټن لري او غوښتنې هم دا وې، چې د رای ورکوونکیو لپاره دې مناسب شرایط برابر شي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د پلټنې رییس گلستان صدیقي وایي: په ځینو هغو سیمو کې، چې امنیتي ګواښ نشته، کمیسیون په کې رای مرکز نه دی جوړ کړی.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دغو شکایتونو له څېړلو وروسته وایي؛ اړتیا ده، چې د ټاکنو کمیسیون د رایو ورکولو د مرکزونو د جوړیدو په برخه کې ډېرې هڅې وکړي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ویاند علی رضا روحاني وایي: ډیري شکایتونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون له کړنو دي؛ باید دا کمیسیون په دې اړه مونږ ته د قناعت وړ اسناد وړاندې کړي.
امنیتي ګواښونه د راتلونکیو ټاکنو په وړاندې لوی خنډ دی. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې د رایو ورکولو د مرکزونو نوملړ امنیتي بنسټونو ته وړاندې شوی؛ خو امنیتي ستونزې د دې کمیسیون لویه اندېښنه ده.
خبریال: فواد ناصري