تازه خبرونه

په پاکستان کې ځانمرګي ۲۷۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بلوچستان داخله وزیر ویلي، چې د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید ځاني زیان نور هم پورته شوی دی.  

د بلوچستان داخله وزیر عمرجان بنګلزي رسنیو ته څرګنده کړې، چې په دې برید کې ۱۲۸ کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان دي.

چاودنه هغه وخت رامنځته شوې، چې د بلوچستان عوامي پارتۍ یو بلوڅ نوماند سراج رییساني له ټاکنیزې غونډې وروسته د وتو په حال کې و، چې په عامو خلکو کې درنده چاودنه رامنځته شوه.

داعش ډلې د دغه برید مسوولیت منلی او په ډاګه شوې، چې تر سره شوی برید ځانمرګی و.

دا لومړی ځل نه دی، چې په بلوچستان ایالت کې ورته چاودنې کیږي.

له دې مخکې پر هزاره لږه کیو بیا بیا خونړي بریدونه ترسره شوي، چې تر ټولو ستر یې د ۲۰۱۳ میلادي کال په لومړۍ ورځ د کوټې ښار د علمدار سړک برید و. په هغه برید کې ۱۰۶ هزاره وګړي ووژل شوي وه.

د بلوچستان د ځایي چارواکو د وینا له مخې؛ د ډېرو ټپیانو حالت هم د اندېښنې وړ دی؛ نو، ځکه د ځاني زیان کچه به نوره هم لوړه شي.

په پاکستان کې به څه نا څه دوه اوونۍ نورې هم دغه ټاکنې روانې وي؛ خو دا وېره هم شته، چې تاوتریخوالی به نور هم ډېر شي.

Trending

Exit mobile version