تازه خبرونه
په پاکستان کې د ټاکنو د امنیت لپاره پر افغان ګډوالو بندیز لګیدلی
د اس سي پي آر دي اوبپاڼې د خبر له مخې؛ پاکستان د پارلماني ټاکنو لپاره په پېښور کې د جولای له ۲۴ څخه تر ۲۸ نېټې پورې( د زمري له ۲ تر ۶ ) پر افغان کډوالو بندیز لګولی، چې له خپلو کمپونو ونه وځي.
د پېښور د مرستیال کمشنر عمران حمید شیخ لخوا د دغه ښار اړوند چارواکو ته امر شوی، چې د ښار په بېلا بېلو سیمو کې تر راتلونکیو څلور ورځو افغان کډوال له خپلو کمپونو بهر نه پرېږدي.
د پاکستان پارلماني ټاکنې به سبا د جولاى پر ٢٥ د چهارشنبې پر ورځ سهار اته بجې پیل او د ماښام تر شپږ بجو به روانې وي.
د دې ټاکنو لپاره د ټاکنو له خپلواک کميسون سره ٣٠٠ سياسي گوندونو نومليکنه کړې، چې٥٠ يې ډېرفعال دي؛ خو کميسون ١٠٣ سياسي گوندونه په ټاکنو کې د برخې اخیستو وړ گڼلي دي.
د نظر پوښتنو له مخې؛ د انصاف گوند، مسلم ليک ن او د خلکو گوند له نورو وړاندې دي او د همدغه ٣ گوندونو په خپلو کې سخته سيالي هم روانه ده.
د پاکستان د گوندونو د کمپاين ځينې شعارونه، امن، تعليم، ترقي، روزگار، وړيا درملنه، د خداى پر ځمکه د خداى نظام، ووټ ته درناوی ورکړه، د اسلامي مادو بشپړه ساتنه، د ملي(قومي) ژبې او ناطبقاتي تعليمي نظام دودول او داسې نور دي.
١٠ کروړه ٥٩ لکه ٥٥ زره ٤٠٩ رايه اخستونکي به په کې برخه اخلي.
د یادونې وړ ده، چې تورخم بندر به هم په دغو ورځو کې د افغانانو د تګ راتګ لپاره تر بشپړې څارنې لاندې وي.