بلخ @ps
په پروان ولایت کې د ۵۰ زره چرګوړو د روزنې فارم پرانستل شو
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پروان ولایت کې د چرګانو د روزنې یو فارم پرانیست، چې همهاله د پنځوس زره چرګوړو د روزنې وړتیا لري.
دغه فارم په پروان ولایت کې د یوه خصوصي سکتور لخوا جوړ شوی، چې پرې شپېته میلیون افغانۍ لګښت راغلی، چې کولي شي په څلوېښت ورځو کې ۵۰ زره چرګوړي وروزي او په یوه کال کې د چرګانو ۵۳ زره ټنه غوښه تولید کړي.
د کرني اوبو لګولواو مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی ويلي؛ هغه پانګوال، چې د کرني په سکتور کې د پانګونې هیله من شوي؛ دوي ورسره همکاري ته چمتو دي.
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وایي: مونږ هڅه کوو، چي هېواد مو په کرنیز سکتور کې پر ځان بسیا او هم صادرات ولرو؛ خو په دې کې خصوصي سکتور بنسټیزه همکاري کولی شي.
د پروان والي ویلي، په دې ولایت کې د دغه فارم له جوړیدو سره سلګونه کسانو ته په مستقیم او نامستقم ډول د کار زمینه برابریږي.
د پروان والي فضل الدین عیار وایي: د پروان خلک د داسې پروژو هر کلی کوي، چې د هر چا له خوا پلې کیږي؛ خو مونږ په پروژو کې د شفافیت غوښتونکي یو.
ملي سوداګرو څرګنده کړې، چې که له پروژو ملاتړ وشي؛ د کرنې په سکتور کې پانګونه کوي.
ملي سوداګر محمد نعیم عطارد وایي: ژمنه موکړې، چي هېواد به مو له سنتی کرنیز نظام څخه صنعتي او ماشیني هغه ته تبدیلوو؛ خو په دې اړه د حکومت همکاريو ته اړتیا ده.
د نوموړي په وینا؛ دغه فارم له ټولو تخنیکي او روغتیایي معیارو برخمن دی او هڅه کیږي، چې په دې اړه نوره پاملرنه هم ورته راواړول شي.
د یادونې ده، چې خلک له ورته پروژو پیلولو هرکلی کوي او غواړي، چې حکومت باید امنیتي ډاډ ورکړي.
خبریال: اسلم حجاب