تازه خبرونه

په پاکستان کې زیږیدلیو افغانانو ته به تابعیت ورکړ شي- عمران خان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د وینا پر مهال ویلي؛ هغو افغانانو ته به تابعیت ورکړ شي، چې په پاکستان کې زیږیدلي او هلته لوی شوي وي.

پاکستان د دوه اعشاریه درې میلیون افغان کډوالو کوربه دی، چې یو اعشاریه څلورمیلیون یې هلته د اوسیدو قانوني اسناد لري.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي؛ په کراچۍ کې د دوه نیم میلیون په شاوخوا کې افغانان او بنګالیان اوسیږي، چې هغوی ته به تابعیت نه ورکول کیږي. دا د کراچۍ هغه بې برخې قشر دی، چې د شاقه کارونو په بدل کې لږ پیسې ورکول کیږي او کله ناکله په جرمونو کې هم را ښکېل  شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تل د افغان کډوالو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستی او له افغان وسلوالو مخالفینو څخه په ملاتړ هم تورن دی.

عمران خان ویلي؛ له افغانستان سره ديورند کرښه به پرانیستې ساتي، چې خلک وکولی شي په آسانۍ تګ راتګ وکړي او دا چاره یې په لومړیتوبونو کې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر د دغو څرګندونو په اړه دلته په کابل کې خلکو بېلا بېل نظرونه څرګند کړي دي.

د پوهنتون استاد حمیدالله عزیزي وایي؛ زه په دې فکر یم، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیاسي اړیکې به ډېر بدلون ونکړي؛ خو په دیپلوماتیک ډګر کې به د یو ښه کار په توګه ترې د کډوالو برخلیک اغېزمن شي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وه، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله به تګ راتګ آزاد وي.

خبریال: روهید اندیمشند

Trending

Exit mobile version