تازه خبرونه

په هغو ولایتونو کې به ټاکنې نه کیږي، چې دفترونه یې وتړل شي- کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له هغې وروسته، چې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف لخوا په ننګرهار ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفتر وتړل شو؛ دغه کمیسیون په هغو ولایتونو کې د پارلماني ټاکنو له ځنډوو خبرداری ورکړ، چې په کې د کمیسیون دفترونه وتړل شي.

د غه ائتلاف په را روانو ټاکنو کې د تنظیم شویو درغلیو په ګومان په بلخ او کندهار ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفترونه تړلي ساتلي دي.

 یو شمېر سرچینې وايي، چې د ولسي جرګې ځینې غړیو په ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دفترونو په تړلو پیل کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي که په دې اړه د دوی معلومات بشپړ شي، قانوني پرېکړه به وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي وايي؛ په هغو ولایتونو کې به ټاکنې وځنډوي، چې دفترونه یې تړل شوي وي.

د ټاکنو  قانون د یو سل و څلورمې مادې د لومړی بند له مخې؛ کله، چې ټاکنې ناممکنې شي د اړوند ادارو په وړاندیز ټاکنې تر څلور میاشتو ځنډیدای شي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، په ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دروازې تړل د حل لار نده او ګوندونه دې د دغه کمیسیون د سیمه ییزو دفترونو په تړلو نوې ستونزې نه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون پولیسو په هرات ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تړل شوی دفتر پرانست او ګواښ یې وکړ، چې په بلخ او کندهار کې به هم د اړوند کمیسیون سیمه ییز دفترونه پرانستل شي؛ خو نن په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف اړوند غړیو د دغه ولایت سیمه ییز دفتر وتاړه او دغه راز په نورو ولایتونو کې هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دفترونو د تړلو ګواښ شوی دی.

خبریاله : دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version