تازه خبرونه
په ټاکنو کې د بایومتریک سیستم د کارونې لپاره څېړنې روانې دي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي، په ټاکنو کې د بایومتریک سیستم د کارونې لپاره څېړنې روانې دي.
د ټاکنو پر ورځ د رای ورکوونکیو د بایومتریک کیدو سیستم کارول د سیاسي ګوندونو د پرلپسې غوښتنو پایله ده.
اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي؛ کار روان دی، چې د ټاکنو پر ورځ له یاد سیستم استفاده وشي او پرینږدي، چې رای ورکوونکي په یوه ورځ کې دوه ځله رای ورکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي زیاتوي، د تازه پرېکړې له مخې رای ورکوونکي باید پر کاغذي پېژندپاڼو خپله رای وکاروي؛ خو له غوراوي مخکې یې د ګوتو نښان اخیستل کیږي.
د نوموړي په خبره؛ د بایو متریک په اړه څېړنې اویا په سلو کې بشپړې شوي او تر اوسه ۳۰ سلنه تخنیکي پوښتنې پاتې دي، چې د اوونۍ تر پایه پای ته ورسیږي.
ښاغلي هاشمي دا هم څرګنده کړې، چې د بایو متریک دوه ویشت زره دستګاوې ټاکل شوې له جرمني څخه وپېرل شي. دا ماشینونه به د ټاکنو پر ورځ په آف لاین ډول کار وکړي.
د افغانستان لوی ملي ائتلاف وایي، تر هغې، چې رسمي ګډه پرېکړه ونشي؛ خپل مدني حرکتونو به روان ساتو.
د افغانستان لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا وایي، په دې اړه د ټاکنو کمیسیون وروستۍ پرېکړې ته په تمه يو او پاتې نورې غوښتنې مو منل شوې ندي.
ټاکل شوې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې پر اته ویشتمه تر سره شي. دغه ټاکنې په ۲۱ زره سیمو او پېنځه زره سل مرکزونو کې تر سره کیږي.