بلخ @ps
په مرکزي بغلان کې مرګ و ژوبله رامنځته شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بغلان سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د اړوند سیمو په وسلوالو نښتو او بریدونو کې له تېر ماښام را پدیخوا درې کسان وژل شوي او شپږویشت نور ټپیان دي.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست وايي، دغو کسانو ته له تېر ماښام را پدیخوا د مرکزی بغلان په شمول د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالعلیم غفاري وايي، چې پرون هم د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و او اویا نور ټپيان ول.
چارواکي وایي، له دغو کسان څخه ډېر یې ملکی وګړي دي.
د سیمې اوسیدونکي وایي، چې د وسلوالو د ګواښ له کبله د بغلان ـ مزارشریف لار هم بنده ده.
امنیتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.