تازه خبرونه
په پاکستان کې د حقاني شبکې په پټنځي کې چاودنې درې کسان وژلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
رویترز خبري سرچینې په ډاګه کړې؛ د اړوند سیمې د یوه امنیتي مقام او د حقاني شبکې د یوې سرچینې د څرګندونو له مخې په پاکستان کې د حقاني شبکې په پټنځي کې ځانمرګي برید درې کسان وژلي دي.
رویترز ته د حقاني شبکې دغې سرچینې ویلي، چې برید د نیک محمد نومي قومندان په دفتر کې رامنځته شوی دی.
یادې سرچینې زیاته کړې، چې دمګړۍ ویلی نشي، چې د دغه برید تر شا د چا لاس دی.
د پاکستان امنیتي سرچینې زیاته کړې، چې په پېښه کې ۱۱ کسان نور ټپیان شوي او دغه راز د حقاني شبکې جمشید نومی قومندان هم ټپي شوی دی.
ویل کیږي، چې دغه برید افغانستان ته نږدې په سرحدي سیمه کې رامنځته شوی دی.
تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت ندی منلی.