تازه خبرونه

په وروستیو چاپو او ځانګړيو عملیاتو کې ډېر ولسي وګري زیانمن شوي- د مشرانو جرګې غړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د شپې په وروستیو چاپو او ځانګړیو عملیاتو کې ډېرو ولسي وګریو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

که څه هم افغان حکومت وايي، چې د وسلوالو مخالفانو د ځپلو لپاره شپني عملیات تر ټولو کامیاب دي؛ خو په دغو عملیاتو کې زیاتره وخت ولسي وګړیو ته زیان اوړي.

د مشرانو جرګې غړي وايي، که په شپنیو عملیاتو کې پوره پاملرنه ونشي؛ له دولت سره به د خلکو واټن نور هم ډېر شي او ستر ناورین به رامنځته کړي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو جرګه ګۍ وايي، چې په زرمت ولسوالۍ کې کمپاین نومو ځواکونو په دوه بریدونو کې اتلس ولسي وګړي وژل شوي دي.  

د مشرانو جرګې غړې لیلما احمدي وایي، چې په شپنیو بریدونو کې ډېر عام وګړي وژل کیږي په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان.

نوموړې زیاته کړې، خلک چېرته ولاړ شي؛ له یوې خوا داعش او طالب وژنې کوي او له بلې خوا په یادو عملیاتو کې خلک وژل کیږي. ولسمشر باید د یوې ځانګړي پروګرام له مخې د ځاني او مالي زیانونو مخه ونیسي.

د مشرانو جرګې غړی زلمي زابلي په ډاګه کړې، چې پوځي عملیات پر پټو سترګو تر سره او د سیمې خلک په کې وژل کیږي. پوځي عملیاتو باید پر نښه شوي ځای تر سره او دښمن ووژل شي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو کمیسیون وايي، چې دوی په خپلو څېړنو کې وموندله، چې د پکتیا د زرمت ولسوالۍ په دوه شپنیو عملیاتو کې اتلس ولسي وګړي وژل شوي دي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو کمیسیون رييس محمد حنیف حنفي زیاتوي؛ په زرمت کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي وه او دا ګواښ هم شوی و، چې له دې بریده به څوک نه خبروئ او که نه ورته عملیات به بیا تر سره کړو. یوکس په ټپي حالت کې ځان د مور غېږي ته رارسولی و؛ کور ته وردننه شول، د مور له غېږې یې راپورته کړ او هملته یې وواژه. د دې وژنې عامل نعمت تڼیوال دی، چې باید عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپېژندل شي.

د مشرانو جرګې رييس هم له حکومت څخه وغوښتل؛ د هغو جنګسالارنو مخه باید ونیسي، چې په عملیاتو کې عام او ولسي وګړي وژني.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار وایي، چې هغو، چې د قومي مشر نعیم خان پر کور برید کړی د خلکو قاتلین دي. هغه په جرمونو کې ښکېل نه و او له ولسمشره غواړو، چې خپل هغه شعار پلی کړي، چې جنګسالار نه غواړم. جنسالار د امنیتي ځواکونو له ادرسه د غیرنظامیانو پر وژنه لاس پورې کړ او د یو قومي مشر پر کور او کورنۍ یې برید تر سره کړ. د دې وژنې عامل نعمت الله دی، چې باید عدلي او قضایي بنسټونو ته د قاتل په توګه وروپېژندل شي.  

د مشرانو جرګې غړي وايي؛ له شپنيو بریدونو سیمه ییز چارواکي نه خبریږي او پخپلسر تر سره کیږي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version