تازه خبرونه

په مسکو کې د افغان سیاستوالو او طالب استازیو دوه ورځنۍغونډه پیل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په مسکو کې د طالب استازیو او افغان سیاستوالو او د ګوندونو د یو شمېر رهبرانو تر منځ غونډه د افغان سولې د سراسري شورا په کوبتوب د سې شنبې پر ورځ( د سلواغې ۱۶ / د فبرورۍ ۵) په درې ساعته ځنډ پیل شوه.

د غونډې ګډنوال هیله مند دی، چې دا د افغانانو خپلمنځۍ غوڼده به د افغان سولې لپاره ښې لاسته راوړنې ولري.

د غونډې ګډونوالو د دغې ناستې په څنډه کې یو او بل په غېږ کې ونیول او د حامد کرزي په مشرۍ د کابل پلاوي د طالب په امامت د ماسپښین لمونځ ادا کړ.

د غونډې ګډونوالو تمه ښودلې، چې د دغه ډول خبرو په بل پړاو کې به افغان حکومت هم په خبرو کې شامل شي، چې د دایمي ثبات لپاره لاره هواره شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې حکومت ولې په دې ناسته کې ګون ندی کړی؟ وویل: دا یوه اړینه ناسته ده؛ خو ښه به دا وي، چې په دې اړه خبرې ونکړو او هیله من یم، چې په بله ناسته کې مو ګډونوال شي.

د ناستې ګډونوالو پر پخلاینې ټینګار کړی او غواړي، چې طالبان د افغانانو تر منځ په خپلمنځیو خبرو کې ښکېل شي.

د طالبانو د مهال د امر بالمعروف  رییس مولوي قلم الدین وایي، چې مونږ ټول غواړو له دغې ناستې لاستهخ راوړنې ولرو؛ خوښیږو، چې سره راټول او پخلا شو.

 د مسکو د ناستې د ګډونوالو د پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي، چې زه د دغې ناستې  هیله منه یم او غواړم، چې د ښکېلو اړخونو د حقوقو احترام وشي او خپلمنځیو خبرو ته زمینه برابره شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ هڅه کیږي، چې د افغانستان جګړې ته د افغانانو تر منځ د خبرو له لارې حل وموندل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابروي.

لاوروف زیاتوي، چې امریکا غواړي د افغان سولې په اړه مسایل پټ پر مخ یوسي.

عطا محمد نور چې د غونډې ګډونوال دي وایي، چې د سولې له توافق مخکې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل ښايي په کور د ننه خپلمنځيو شخړو ته زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې یو شمېر مسکو میشتي افغانان وايي د مسکو غونډې ته خوښ دي او وايي، چې له افغان سیاستوالو سره د طالب استازیو دا غونډه به افغانانو نورو خبرو ته لار پرانیزي.

د ملي یوالي حکومت د مسکو له غونډې سره مخالف ښودلی؛ خو د مسکو د غونډې کډونوال وايي، چې دوی د نظام د کمزوري کولو په نیت دغې غونډې ته ندي راغلي او د زلمي خلیلزاد د سولې د هڅو په پله به پل ږدي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version