تازه خبرونه

په پاړه چنار کې موتربم چاودنې نږدې ۱۰۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په پلازمېنه پاړه چنار کې موتر بم چاودنې نن سهار  نږدې ۱۰۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

رپوتونه وايي، له چاودیدونکیو توکو ډک موتر د جومات هغې دروازې ته نږدې درول شوی و، چې د جمعې د لمانځه لپاره ښځې پرې ننوتې.

ویل کیږي، چې په دې چاودنه کې ۲۲ کسان وژل شوي او پاتې نور ټپیان دي.

عیني شاهدانو رسنیو ته په ډاګه کړې، چې څو بریدګرو لومړی د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته ډزې کړي، چې ورپسي په بازار کې یوه زوروره چاودنه رامنځته شوې ده .

پاکستانیو رسنیو د کرمې ايجنسۍ د سیمه ییزو پولیسي د چارواکو له خولي څرګنده کړې، چې موتر بم چاودنه د پاړه چینار په مرکزي بازار کې د يوې امام بارګاه مخې ته رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وينا؛ په پېښه کې ژوبل کسان د پاړه چینار روغتون ته لیږدول شوي دي.

د پوځي چارواکو له خبرپاڼې په ډاګه شوې، چې ژوبل کسان پوځي چورلکو د پېښور روغتونونو ته هم رسولي دي .

د پیښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستی.

 

حکومتي خبري رسنیو ویلي، په چاودنه کې یو شمېر موتر او پلورنځي هم ویجاړې شوي او ښایي د مرګ و ژوبلې شمېر له دې هم ډېر شي.

 په پاړه چنار کې د جنورۍ په مياشت کې هم يو ځانمرګي بريد شوی و، چې لږ تر لږه ۲۴ کسان په کې وژل شوي وه او له ۱۰۰ ډېر ټپیان ول.

د جنورۍ د مياشتې د بريد پړه رسنیو ته لشکر جنګوي العالمي او د تحريک طالبان پاکستان شهر يار محسود هم منلې وه.

Trending

Exit mobile version