تازه خبرونه
په ټاکنو کمیسیون کې پېنځه زره بایومتریک دستګاوې ورکې دي- تیفا
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تازه غړیو له کاري دورې څه باندې ۱۶ ورځې تېریږي؛ خو د ټاکڼو څارونکی بنسټ وایي، ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه د ۴ ټاکنو د تر سره کیدو لپاره هیڅ کړنلاره نده جوړه کړې او د ټاکنو په چارو کې د حکومت لاسوهنه هم ډېره شوې ده.
د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ مشر نعیم ایوب زاده وایي؛ حکومتي مسوولانو او یو شمېر سیاسیونو له نویو ټاکنیزو غړیو سره اړیکې نیسي. البته دا تحمیلي ندي؛ خپله هغوی غواړي، چې د حکومت او سیاسیونو په مشوره کار وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ۴ ټاکنو د مهالوېش او د ولسي جرګې ټاکنو د پاتې ولایتونو د وروستیو پایلو د اعلام لپاره د مهالوېش غزولو په هڅه کې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ وایي، چې د راتلونکیو ټاکنو د ژر تر ژره ترسره کولو د نېټې اعلامولو په اړه مو مشورې او خبرې روانې دي.
د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ وایي، په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې باید نور ښکېل کسان هم له دندو لیرې شي؛ خو ټینګارکوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوي کمیشنران د دې پرېکړې مخنیوی کوي.
دا بنسټ وایي، د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومتریک پېنځه زره دستګاوې ورکې شوې دي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ مشر نعیم ایوب زاده زیاته کړې؛ له ۲۲ زره دستګاوو، چې پېرودل شوي، پېنځه زره یې له پاربانکونو سره ورکې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، یوشمېر بایو متریک دستګاوې ورکې شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ څرګندوي، چې کیدی شي دغه دستګاوې د سم نه کاریدو له کبله شتون ونلري.
دا خبرې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې درغلۍ او بې نظمۍ ډېرې وې او دې چارې ولسي باور زیانمن کړ. اوس به وکتل شي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر کومه بریده کولی شي د ټاکنو بهیر خوندي او ډاډمن کړي.