بلخ @ps

په پروان ولایت کې د ارغوان ګل میله تر سره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پروان ولایت په ګلغونډۍ کې د یکشنبې پر ورځ( د وري ۲۵) د ارغوان ګل ملي او عنعنوي میله او مشاعره د حکومتي چارواکو، شاعرانو او د بېلابېلو ولایتونو د سلګونه خلکو په ګډون تر سره او ونمانځل شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوي ریاست مرستیاله مژګان مصطفوي، چې د دې میلې او مشاعرې ګډونواله وه؛ دغه میله یې د زغم، همغږۍ او سولې د رامنځته کولو لپاره یوه ښه شېبه وګڼله.

نوموړې وویل: افغانستان د جګړې سیمه نده، د سولې ځای دی او د افغانستان خلک تپل شوې جګړه نه غواړي.  

د دغې میلې او مشاعرې ګډونوالو له حکومت وغوښتل، چې د دغې غونډۍ د ښکلا لپاره د ارغوان ګل د ساتنې لپاره خپلې سوله ییزې هڅې ګړندۍ کړي.

د بلخ اوسیدونکي احسان الله ویلي، چې د خلکو غوښتنه سوله ده او د سولې تر څنګ باید د میلي لپاره د اړتیا وړ سیمې جوړې شي.

په پروان ولایت کې د ارغوان ګل د میلې په څنډه کې د پروان، کاپیسا، پنجشیر او بامیان ولایتونو کسبګرو میرمنو هم خپل لاسي صنایع او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړل.

یو شمېر کسبګري میرمنې وايي، چې حکومت باید د کورنیو محصولاتو لپاره په کور د ننه مناسب بازار پیدا کړي.

دغو میرمنو، چې خپل لاسي صنایع او کرنیز محصولات یې په پروان ولایت کې نندارې ته ایښي وه، وایي؛ که بازار ښه وي، دوی به هم بسیاینه ومومي.

د یادونې ده، چې ارغوان ګل میله او مشاعره له تېرو اووه کلونو راپدیخوا په ګلغونډۍ کې تر سره کیږي او هر کال د کورنیو او بهرنیو میلمنو کوبتوب کوي.

خبریالان: سمیع جهش او خالد نیکزاد

Trending

Exit mobile version