تازه خبرونه

په مسکو کې نړیواله درې اړخیزه ناسته تر سره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په مسکو کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د پنجشنبې پر ورځ( د غویي ۵، چې د اپریل له ۲۵ سره سمون خوري) د امریکا، روسیې او چین درې اړخیزه ناسته تر سره شوه.

دغه درې اړخیزه ناسته د افغانستان پر سوله او له طالبانو سره د امریکا پر خبرو راڅرخیدلې، چې په کې د امریکا، روسیې او چین استازي د ساعتونو لپاره د تړلو دروازو تر شا کیناستل.

د امریکا، روسیې او چین استازي د افغانستان پر حالت، په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د خبرو او د سولې بهیر پر راتلوونکې مشورې کوي.

افغان حکومت  د دې ناستې هرکلی کوي او هیله من دی، چې د نړیوالې اجماع په را منځته کولو او سولې ته د رسیدو په لار کې مرسته وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني وایي؛ مونږ د سیمې او نړۍ د هېوادونو له هڅو مننه کوو، چې د افغانستان سوله او ثبات غواړي. مونږ هیله من یو، چې د دغو ناستو پایله د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یوه نړیواله اجماع رامنځته کړي.           

پخوانی ولسمشر هم خوشبین دی او وایي، د نړیوالو قدرتونو همکاري به د سولې بهیر تر بریالیتوبه ورسوي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزي ویلي؛ باوري یم، چې د افغانستان د سولې بهیر به د نړۍ د قدرتونو؛ امریکا، روسیې او چین په همکارۍ بریالۍ شي. زه هیله من یم، چې په مسکو کې به د چین، روسیې او امریکا د استازیو ناسته  یو ګډ دریځ رامنځته کړي.

دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکا په افغانستان کې د سولې بهیر په تړاو د ناسمو سیاستونو پر ترسره کولو تورنوي او وایي، تر اوسه پورې د دې هېوادونو هڅې  له طالبانو سره د سولې لپاره هیڅ لاسته راوړنه نلري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي؛ ایران له طالبانو سره رسمي اړیکه لري، خو دا پدې معنا نده، چې له افغان حکومت پرته دا خبرې تر سره شي. مونږ په هغو ناستو کې ګډون نکوو، چې افغان حکومت په کې حضور ونلري؛ دا یو اصل دی.

همدارنګه د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې ادارې رییس له طالبانو سره د سولې تر هوکړې وروسته حالاتو اندېښمن کړی دی.

د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې ادارې مشر جان ساپکو  وایي، چې مونږ په افغانستان کې څه باندې یو تریلیون دالر ولګول او ټولې دا پیسې به له خطر سره مخ شي؛ خو که مونږ د سولې له هوکړې وروسته تېروتنه وکړو.

د مسکو درې اړخیزه ناسته په داسې حال کې جوړیږي، چې په وروستیو کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي افغانستان او  سیمې هېوادونو ته خپل تازه سفرونه پیل کړي دي.

Trending

Exit mobile version