تازه خبرونه
په پاکستان کې د افغان سولې ناسته د ۳۰ افغانانو په ګډون پیل شوه
د پاکستان دیلي تایمز راپور ورکړی، چې د افغانستان کابو ۳۰ تنه سیاسي څېرې د لاهور د سولې په څېړنې مرکز کې د افغان سولې په اړه د پاکستان مري ته بلل شوي دي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي ګوند اجرائيه رییس عطامحمد نور، د اجرائیه رییس دوه یم مرستیال محمد محقق، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان عبدالیطف پدرام، محمد حنیف اتمر او ولي مسعود، د محاذ ملي ګوند رییس حامد ګیلاني، د سولې عالی شورا رییس محمد کریم خلیلي په ګډون د افغانستان ۳۰ کسیزې ډلې تېره ورځ په دې ناسته کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، چې د دغې غونډې په پیل کې یې وینا وکړو څرګنده وي، چې پاکستان د یوه سولهییز، باثباته او دیموکرات افغانستان غوښتونکی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ جګړې د افغانستان او پاکستان خلک ځورولي او دواړه هېوادونه باید سولې ته د رسیدو لپاره ګډې هڅې تر سره کړي.
دغه راز د راپورونو له مخې؛ د جزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دې ناسته کې په ډاګه کړې، چې یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره بس ندي او افغانان کولی شي خپلې ستونزې پخپله هم حل کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې باید د بهرنیو لاسوهنې ودرول شي او همدارنګه بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
د یادونې ده، چېدې ناستې ته د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم بلل شوی و؛ خو نوموړي تېره ورځ ناوخته په دې ناسته کې د بوختیاوو پر لامل خپل ګډون وځنډاوه.