تازه خبرونه
له پاکستانیو چارواکو سره د زلمي خلیلزاد دوه ورځنۍ خبرې تر سره شوې
بهرنۍ رسنۍ وایي؛ خلیلزاد له پاکستانيو چارواکو غوښتي، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو کړي؛ خو پاکستانيو چارواکو ویلي، چې پر طالبانو دومره نفوذ نلري.
د سولې عالي شورا وایي، پاکستان د افغانستان په سوله کې رغنده رول لري او باید له خپل دریځ پر شا نشي.
د سولې عالي شورا ویاند غفور احمد جاوید وایي، چې د سیمې ټول هېوادونه د افغانستان په سوله کې خپل رول لري. په ځانګړي توګه پاکستان، چې د افغانستان د ثبات لپاره یې همکاري اړینه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې اعلام کړې، چې اسلام آباد د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګتن له هڅو ملاتړ کوي؛ خو دا هغه څه دي، چې کابل پرې ډېر باور نلري.
د ولسي جرګې پخوانی غړی عرفان الله عرفان وایي؛ پاکستان، ایران او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه لکه څنګه، چې ترې د افغانستان خلک هیله لري د سولې په بهیر کې یې همکاري نده کړې.
د مشرانو جرګې غړیمحمد اکبري وایي، چې پاکستان په افغانستان کې جګړه پیل کړې او کولی شي، چې پای ته یې هم ورسوي.
باور کیږي، چې د دوحې ناستې له لغوه کیدو وروسته طالبان د مذاکراتو پر دوام بې باوره شوي دي.
سیاسي فعال وحید مژده وایي؛ له هغې وروسته، چې د سولې خبرو پرمختګ وکړ؛ ورسره ورو- ورو طالبان هم له ستونزو سره مخ شول. هغه هیله، چې طالبانو پخوا لرله اوس د تېر پر پرتله کمزورې شوې ده.
دوه ورځې مخکې د پاکستان لومړي وزیر ویلي وه، چې له اووه لس کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره سولې ته هیلې را ټوکیدلي دي. له همدې کبله اسلام آباد هڅه کوي، چې طالبان له افغان حکومت سره یو ځای شي.
د یادونې ده، چې خلیلزاد د هر پړاو سفر په وروستيو کې له طالبانو سره لیدلي؛ خو دا ځل د طالب استازیو او خلیلزاد له لیدو تر دې دمه څه ندي ویل شوي.
خبریال: علی اصغري