بلخ @ps
په پروان کې د دوه زدکوونکیو مړي موندل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالرقیب کوهستاني ویلي؛ د ښوونځي دغه دوه زدکوونکي، چې له اووه لس کلونو ډېر عمر نلري د دې ولسوالۍ په ده ملا کلي کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا پر ښکاري توپک وژل شوي دي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې دغه پېښه د غبرګولي پر لومړۍ ورځ له غرمې وروسته رامنځته شوې او برید کوونکي له سیمې تښتیدلي دي.
هغه زیاته کړې، چې پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
تر دې دمه د دغو زدکوونکیو د وژنې په اړه هیچا څه ندي ویلي.