تازه خبرونه

په مسکو کې د افغانانو خپلمنځي ناسته پرته له هوکړې ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په مسکو کې د افغانانو دوه ورځنۍ دوه یمه نړیواله خپلمنځي ناسته د پنجشنبې پر ورځ(د غبرګولي ۹) پرته له کومې هوکړې پای ته ورسیده.  

د طالبانو او افغان سیاسیونو د دغې ناستې په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي، چې په دغو دوه ورځنیو خبرو کې د دواړو خواوو پلاوو تلپاتې سولې ته ګډ نیت په ډاګه کړ.

دواړو خواوو پر اوربند، د ملکي وګړیو پر ژغورنه، د بندیانو پرخوشې کولو، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، په هېواد کې د بهرنیو لاسوهنو پر بندیدو، د اسلامي نظام پر ټینګیدو، د ښځو د حقونو پر رعایت او د همدغو مسایلو لپاره د خپلمنځي خبرو پر روانو ساتلو بعث او خبرې کړي دي.

دغه راز په اعلامیه کې راغلي، چې په دوه یم پړاو خبرو کې یو لړ پرمختګونه رامنځته شوي؛ خو دا، چې په دې اړه ډېر بعث او خبرو ته اړتیا ده؛ نو دواړو خواوو هوکړه کړې، چې اړوند ناستې باید روانې وساتل شي.

که څه هم د افغان حکومت په استازیتوب د مسکو او کابل د سل کلنو اړیکو په نمانځغونډه کې د افغانستان سفیر ګډون کړی و؛ خو طالبانو پخپلمنځي ناسته کې د هغه او کریم خلیلي له ګډون سره مخالفت وښود.

افغان حکومت بیا تراوسه په دي اړه غبرګون ندی ښودلی؛ خو د مسکو او کابل د دوستۍ د سلمي کلیزې د مراسمو په څنډو کې د لومړي ځل لپاره ښکېلو خواوو روغبړ وکړ.

Trending

Exit mobile version