تازه خبرونه

په ټاکنو کې د درغلۍ خوبونه نور باطل دی ـ عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د سیالیو په ترڅ کې عبدالله عبدالله خپلو پلویانو ته څرګنده کړه: هغه کسان، چې بیا د درغلیو فکر لري؛ فکر یې باطل دی.

د ټاکنیز کمپاین په لړ کې د ملي وحدت حکومت سم نیم شریک عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو په منځ کې وویل، چې د ملي وحدت حکومت ناکام و او د افغانانو سیاست، عزت او اعتبار ته یې ډېر زیان اړولی دی.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند اشرف غني د ټاکنیز کمپاین پر لومړۍ ورځ ژمنه وکړه، چې د بریا په صورت کې به د حضرت عمر او حضرت علي عدالت ټينګوي؛ خو عبدالله عبدالله د هغه دغو څرګندونو ته سخت غبرګون وښود.

د ولسمشزیزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله د محمد اشرف غني دې ټاکنیزې ژمنې ته، چې ګواکې د علي او عمر رض عدالت به ټينګوي؛ په غبرګون کې وویل، چې افغانان په تېرو پېنځه کلونو کې د ده د عدالت د ټينګښت او څرنګوالي شاهدان ول.

د ثبات او همپالنې ډله د دولت جوړونکې ډلې لپاره نورې کنايي هم لري.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله زیاتوي، چې نن یو کس د عمري عدالت د پلي کولو ژمنه وکړه؛ ښه واورئ پر ټول، تهمت شوي و، اوس پر صحابه کرامو هم کیږي.

په دې کمپاینیزه غونډه کې د ثبات او همپالنې ډلې لوړ پوړي غړي محمد کریم خلیلي هم له خپلو پلویانو وغوښتل، چې بدلون ته دې ځانونه چمتو کړي.

خلیلي زیاته کړې؛ هر چېرته، چې یاست که بدلون غواړئ، ځانونه بدل او د بدلون پر لوري حرکت وکړئ.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د شپېته ورځو کمپاین په لړ کې معلومه نده، چې  نور به څه ډول ما ویل او تاویل وشي.

Trending

Exit mobile version