تازه خبرونه

په ټاکنو کې عادلانه قضاوت به، د هېواد راتلوونکې تضمین کړي- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې مشر اشرف غني د خپل دوه یم کمپاین  په یوه جوړه شوې ناسته کې له دیني عالمانو وغوښتل، چې خلک په ټاکنو کې عادلانه قضاوت او ګډون ته وهڅوي.

دیني عالمان د ولسمشر غني ملا تړکوي، چې یو ځل بیا واک ته ورسیږي؛ خو له دغې ډلې څخه بریا ته له رسیدو مخکې ځینې غوښتنې هم لري.

سلګونه دیني عالمانو په یوه غونډه کې له دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې ملاتړ اعلان کړ؛ د زورواکۍ د پای ته رسیدو او د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې په درشل کې یې د بندیانو د خلاصون غوښتنه هم وکړه.

د کابل د عالمانو شورا رییس عطاالله فیضاني ویلي، چې زورواکي دې پای ته ورسیږي؛ ځکه خلک ترې پوزې ته راغلی او بې ګناه خلک وژل کیږي. دغه راز باید د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو په ویاړ باید بندیان په ځانګړي توګه دیني عالمان دې خوشې شي.               

دیني عالم رحیم الله عزیزی ویلي، چې د حکومت او عالمانو اړیکې باید نورې هم ښې شي؛ د مدارسو او جوماتونو امنیت باید خوندي شي او د عالمانو علمي درجه دې پورته شي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند اشرف غني ژمنه کوي، چې د دیني عالمانو غوښتنو ته به جدي پاملرنه وشي؛ له هغو غواړي، چې په راتلونکې کې د عدالت د پلي کیدو لپاره خلک په ټاکنو کې ګډون او عادلانه قضاوت ته وهڅوي.  

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند اشرف غني دا هم ویلي؛ تاسې خلک وهڅوئ، چې ټاکنه د دیني وجیبې په توګه اړینه وګڼي؛ ځکه، چې همدا د قضاوت وخت دی. د رای ورکولو مقام د عدالت مقام دی او پر هغه ورځ یوازنی شی، چې خلک غواړي هغه عادلانه قضاوت دی.      

د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند زیاته کړې، چې که په ټاکنو کې بریالی شو؛ د افغانستان د دفاع په لار کې به کار وکړي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند غني ټینګار وکړ، چې شهید مسعود ویلي: که د افغانستان یوه لویشت خاوره هم پاتې وي، له لاسهیې  ورکولی نشم. مونږ یې نه یوازې جوړوو، بلکې له نورو هېوادونو سره یې سیال کوو هم. ان سر ترې قربانوو.          

د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د جامع جوماتونو جوړول، پر دیني مدرسو پانګونه، په کلیدي وزارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت بدلول، د اسلامي پوهنتون او اسلامي څېړنو د مرکز جوړول د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې له سترو پروګرامونو دي، چې له دیني عالمانو سره یې پرې ژمنه وشوه.

د یادونې ده، چې د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې مشر اشرف غني په خپل لومړي ټاکنیز کمپاین کې خلکو ته د عمري او حضرت علي رض د عدالت رامنځته کولو ژمنه وړاندې کړې ده.

Trending

Exit mobile version