بلخ @ps
په کاپیسا کې د واده پر مراسمو د ډزو له کبله ۴ کسان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
امنیتي مسوولین د پېښې د منلو تر څنګ وایي، چې له وژل شویو کسانو څخه دوه پخواني جهادي قومندانان دي.
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش آریانا نیوز ته ویلي، چې تېر ماښام ناوخته د شخصي او ځانګړیو دښمنیو له کبله دغه پېښه رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې تر دې دمه د پېښې د ټپیانو په اړه معلومات نشته؛ خو پولیس د پېښې د عاملانو د نیولو او څېړلو لپاره سیمې ته لیږل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کاپیسا خلک په دې ولایت کې له خپلسرو وسلوالو، وسلوالو غلاوو، وژنو او په زور له پیسو اخیستو اندښمن شوي دي.