بلخ @ps

په پروان او کابل ولایتونو کې ځانمرګو بریدونو مرګ و ژوبله رامنځته کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په پروان ولایت کې د سې شنبې پر ورځ ( د وږي ۲۶) له غرمې مخکې ۱۱:۴۰ د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند اشرف غني ټاکنیز کمپاین ته نږدې د موترسایکل پر مټ ځانمرګی برید رامنځته شوی، چې په کې۶۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې پر موترسایکل سپور برید کوونکي خپل چاودیدونکي توکي د دغه ولایت د پولیسو ښوونیز مرکز په لومړي قراول کې هغه مهال وچول، چې د اشرف غني د ټاکنیز کمپاین ګډونکوونکي یاد مرکز ته وردننه کیدل.

نوموړی پروان ولایت ته په پوځي چورلکو کې د ټاکنیز کمپاین لپاره تلی و. که څه هم د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې ټاکنیز کمپاین تر څېرمه ځانمرګی برید وشو، ملکیانو او پوځیانو ته یې تلفات واړول؛ خو غني د دې پېښې یادونه هم ونکړه او خپل ټاکنیز کمپاین یې روان وساته.

د پروان ولایت د ملکي روغتون مشر قاسم سنګین د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې د ۴ سرتېرو په ګډون ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي، چې د ۱۱ کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.  

کورنیو چارو وزارت هم دغه ځاني زیان منلی دی.

د پروان والي ویاند شاه ولي شاهد ویلي، چې د پېښې ډېر قربانیان ملکي روغتون ته لیږدول شوي او ټول ولس د خپلو خواخوږ په لټه کې دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ۱۱ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.  

د پروان خلکو ویلي؛ سره له دې، چې بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي وه؛ نه پوهیږو ، چې برید کوونکي څنګه ځان دغې ټاکنیزې ناستې ته ورساوه.  

دغه راز په کابل کې هم د سې شنبې پر ورځ( د وږي ۲۶) له غرمې وروسته د ملي دفاع وزارت د پېژنتون ریاست دروازې په مخکې یوه ځانمرګي خپل چاودیدونکي توکي والوځول.

د پېښې لیدونکي وایي، برید هغه مهال د خلکو په منځ کې رامنځته شو، چې ګڼ خلک د پېژنتون ریاست مخې ته دریدلي وه.

د دوي په وینا، د دې برید تلفات ډېردي، چې په کې ملکي افراد هم شته. که څه هم له پېښې څو ساعتونه تېر شوي؛ خو امنیتي بنسټونه د تلفاتو په اړه څه نه وایي.

موخه پوځي مرکز و؛ خو ملکي تاسیسات لکه دوکانونه او امنیتي بنسټونه هم زیانمن شوي دي.

طالبانو ویلي، چې په پروان او کابل کې یې ځانمرګي بریدونه تر سره کړي، چې په ګنو سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د یادونې ده، چې د کابل له پېښې څو ساعته وروسته کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې وروسته یوه بجه یو ځانمرګي مسعود څلورلاري ته نږدې پر عام سړک ځان ته چاودنه ورکړې، چې په کې د ۶ سرتېرو په ګډون ۲۲ عام وګړي وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version