تازه خبرونه

په ټاکنیز بهیر کې د امنیتي ځواکونو هڅې وستایل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

هېوادوالو د ټاکنو لپاره د ښه امنیت د نیولو له کبله افغان امنیتي سرتېري ستایلي او څرګندوي؛ د سرتېرو د هڅو له کبله یې وکولی شول، چې د رایو مرکزونو ته ورشي او خپلې رایې وکاروي.

افغان امنیتي ځواکونو د ټاکنو لپاره خپله وړتیا وښوده او اویا زره افغان سرتېري د ټاکنو د ورځې لپاره پر دنده ګومارل شوي وه؛ د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت سرتېرو په ګډه د امنیت چارې سمبال کړې.

دوی امنیت خوندي کړی و او ان پر عامه سړکونو د خبریالانو کمرې پلټل کیدې؛ د هر رای ورکوونکي بدني پلټنه کیده او د رایو مرکزونو ته ورغلي سړکونه تړل شوي وه، چې په پایله کې یې خلکو وکولی شول په ډاډمنه فضا کې رایې وکاروي.

د ټاکنو له ورځې یوه اوونۍ مخکې وسلوالو طالبانو اعلامیه خپره کړه، چې د ټاکنو مخه به نیسي. په وروستۍ اعلامیه کې یې خلکو ته خبرداری ورکړ، چې په ټاکنو کې ګډون ونکړي. امنیتي بنسټونو شاوخوا اویا زره سرتېري د ټاکنو د امنیت لپاره وګومارل او دیرش زره نور هم د تیارسۍ په حال کې ول.

پخواني پوځیان وايي، چې وسلوال طالبان د ټاکنو په ګډوډولو کې پاتې راغلل.

تقاعد شوي جنرال دولت وزیري ویلي؛ امنیتي ځواکونو له هېواد سره د مینې پر زور طالبانو ته غاښ ماتوونکی ګوراز ورکړ او دا وړتیا یې د ستایلو ده.

ځينې نور بیا په دې باوردي، چې د امنیتي چاروکو غوره مدیریت د دې لامل شو، چې د ټاکنو د ګډوډولو لپاره د طالبانو پلان بریالی نشي.

تقاعد شوي یو بل جنرال عبدالوهاب وردګ ویلي، چې د هېواد امنیتي، دفاعي او هوایي ځواکونه د خپلو مشرانو لخوا ښه مدیریت شول او د همدې مدیریتي وړتیا له کبله سرتېرو ته بریا ورپر برخه شوه.     

له دې مخکې د افغان ځواکونو پر رهبرۍ نیوکې ډېرې وې، چې ګواکي د جګړې په کابو کولو کې پاتې راغلي دي؛ خو د ټاکنو لپاره د دوی امنیتي وستایل شوې.

پخواني پوځي عتیق الله امرخېل هم ویلي، چې که څه هم د امنیتي ځواکونو تجهیزات ډېر نه ول؛ خو طالبانو ماته وخوړه او له افغان ځواکونو وډار شول.  

د امنیتي بنسټونو مسوولین وايي، چې د ټاکنو په بهیر کې اته شپېته سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. که څه هم د ټاکنو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو؛ خو بیا هم په ټاکنو کې د خلکو ګډون پیکه و، چې ښايي د ناامنیو له وېرې خلکو ټاکنو ته زړه ښه نکړ.

Trending

Exit mobile version