تازه خبرونه

په پاکستان کې له طالب پلاوي سره د خلیلزاد لیدنه له مخکې تنظیم شوې-سرچینې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي؛ د طالب پلاوي او خلیلزاد لیدنه له مخکې تنظیم شوې وه، چې په افغانستان کې د ناتو ځواکونو عمومي قومندان سکات میلر په ګډون په کې د دوی شپږ کسیز پلاوي ګډون درلود.

په قطر کې د طالب استازیو او افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د خبرو په ټپه له دریدو څو اوونۍ وروسته دواړه خواوې په اسلام آباد کې د دروازو تر شاه کښیناستل.

طالبان او امریکایان د دغې غونډې په اړه څه نه وايي؛ خو باخبره سرچینې وايي، چې د خلیلزاد او سکات میلر په ګډون شپږ کسیز پلاوي په اسلام آباد کې له دولس کسیز طالب پلاوي سره کتلي دي.

سیاسي کارپوه وحید مژده څرګنده کړې، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو او د ټاکنو له پایلو وروسته د لنډمهالې ادارې پر جوړښت خبرې شوې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان ویلي، چې دغه خبرې د دوه امریکایي بندیانو په اړه دي، چې له طالبانو سره بندیان دي.

ویل کیږي، چې د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد تر منځ دغه لیدنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د پاکستان د لومړي وزیر او زلمي خلیلزاد ترمنځ تنظیم شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د بیا پیلیدو لپاره هڅې کوي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې ولسمشریزې ټاکنې بحراني کیږي او مشروعیت به یې امریکا ته د منلو نه وي.

د ولسي جرګې غړی منور شاه بهادري وايي، چې له همدې کبله ښايي امریکا له طالبانو سره په اسلام اباد کې د افغانانو د لنډ مهالې ادارې پر جوړښت خبرې کړې وي.

ولسمشرۍ ماڼې وايي، چې په اسلام آباد کې د طالبانو خبرې به د سولې له بهیر سره هیڅ راز مرسته ونکړي؛ ځکه، چې د افغان سولې په اړه به یوازې افغان حکومت پرېکړه کوي.  

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version