بلخ @ps
په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان توغندیز برید شوی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پروان ولایت امنیه قومندان محمد محفوظ ولي زاده آریانا نیوز ته منلې، چې دغه پېښه تېره شپه یوه یوه بجه هغه مهال رامنځته شوه، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د بګرام ولسوالۍ د صیادان په اړوند کلي کې ګزمه کوله.
ښاغلي ولي زاده زیاته کړې، چې په دې پېښه کې دغو ځواکونو ته هیڅ راز زیان ندی اوښتي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې په دې برید کې د دغو ځواکونو اته سرتېري وژل شوي دي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.