بلخ @ps

په کاپیسا کې ماین چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د کاپیسا امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې په کاپیسا ولایت کې ماین چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شایق شورش آریانا نیوز ته ویلي، چې طالبانو امنیتي ځواکونو ته تېره ورځ د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ په بازار کې بشکه یي ماین ځای پر ځای کړی و.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او اته نو ټپیان دي.

هغه دا هم ویلي، چې په ټپیانو کې درې پولیس سرتېري هم شته، چې ټول ټپیان سیمه ییز روغتوړن ته لیږدول شوي دي.

اله سای د کاپیسا ولایت یوه ناامنه ولسوالي ده، چې په ډېرو برخو کې یې طالبان پراخ شتون لري او کله نا کله له امنیتي ځواکونو سره ښکېلیږي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version