بلخ @ps
په کاپیسا کې د یو طالب قاضي په ګډون ۶ جنګیالي ووژل شول
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کاپیسا ولایت امنیه قومندان عبدالشایق آریانا نیوز ته ویلي، چې د مرکز ځانګړې امنیتي قطعې تېره شپه لس بجې د وسلوالو طالبانو له شتون څخه د تګاب ولسوالۍ د پاکولو پر موخه هوایي او ځمکني عملیات تر سره کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې ولسوالۍ په بدرآب سیمه کې د طالبانو د نومول شوي قاضي قاري خوشحال او قومندان ذکرالله په ګډون ۶ جنګیالي وژل شوی دي.
ویل کیږي، چې په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونه زیانمن شوي ندي.
طالبانو تر دې دمه د اړوند عملیاتو په اړه څه ندي ویلي.
تګاب ولسوالي د کاپیسا ولایت یوه ناامنه سیمه ده، چې په ډېرو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.