تازه خبرونه
له ټاکنو خپلواک کمیسیون سره معلوماتي ناسته بې پایلې تر سره شوه
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حنیف دانشیار په دې غونډه کې له وخت مخکې د ۱۰۲ زره ۱۲ رایو او ۱۳۷ زره قرنطین شویو او نورو تکراري رایو په تړاو معلومات وړاندې شول.
د ثبات او همپالنې او د امنیت او عدالت ټاکنډلو له ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه غوښتي، چې له وخت مخکې او له وخت وروسته او قرنطین شویو رایو په تړاو د دوی پوښتنو ته ځواب ورکړي.
د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې غړي او سیاسي ګوندونه ټینګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید په بې طرفه توګه د ټاکنو پایلي اعلان کړي.
د غونډې ګډونکوونکيو یو ساعت وخت درلود، چې خپلې پوښتنې مطرح کړې؛ خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزې دلې ټاکل شوی وخت کافي ونه باله او کمیسېون یې تورن کړ، چې د دوي غږ نه اورې او له غونډې ووتل او یاده ناسته بې پایلې پای ته ورسیده .
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسې حوا علم نورستانۍ ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون معلوماتي غونډه یوازنۍ د حل لار وه، چې ښکېلې خواوې قناعت وکړي او د اووه ولایتونو برخلیک هم وټاکل شي.
وبه لیدل شي، چې له دې وضعیت سره آیا د ټاکنو کمیسیون به وکولی شي د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي؟