تازه خبرونه
له ټاکنو کمیسیون څخه دې محمد حنیف دانشیار ګوښه شي- نبیل، حکمتیار او عبدالله
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کړنې تل تر جدي څار لاندې دي؛ خو دا ځل د (ثبات او همپالنې) د (سولې او اسلامي عدالت) او (امنیت او عدالت) ټاکنډلو ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حنیف دانشیار پېنځه دېرش کلني ته ندی رسیدلی او د جعلي اسنادو له مخې دې بنسټ ته غوره شوی دی.
د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنډلې دوه یم مرستیال عبدالرحمان نقي ټینګار کوي، چې ښاغلي دانشیار پېنځه دېرش کلني نده بشپړه کړې او د جعلي اسنادو له مخې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړيتوب ویاړ تر لاسه کړی دی.
د امنیت او عدالت ټاکنډلې غړی مطیع الله ابراهیم زي څرګنده کړې؛ ټاکنډلې اوس پوهیدلي؛ خو دا د حکومت مسوولیت دي، چې اسناد یې ارزولي وای. دې کار د کمیسیون حقوقي او قانوني مشروعیت تر پوښتنو لاندې راوستی دی. څومره پرېکړې، چې دانشیار لاسلیک کړي، ټولې باطلې دي.
د ثبات او همپالنې ټاکنډلې غړي عبدالرحمان اخلاقي ویلي؛ سړي د ۳۵ کلنۍ منګ(عمر) پوره کړی ندی؛ خو په جعلي اسنادو غوره شوی دی. له لویې څارنوالۍ غواړو، چې دندې ته یې له تګه راوګرزوي او د جزا د کود له مخې تر عدلي څار لاندې ونیول شي. دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاي؛ د دې بنسټ ټول غړي د قانون له مخې غوره شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر اورنګزیب وايي؛ ښه به وه، چې رامنځته شوې ستونزه ۵ یا شپږ میاستې مخکې خلکو ته وړاندې شوې وه، نه په دې حساس وخت کې. فکر کړم، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپل ناپېیلتوب خوندي کوي او د هیچا د فشار او دسیسو لاندې نه راځي.