تازه خبرونه
په کرونا ویروس ۳۷ شکمن او ۱ اخته کس د هرات له روغتون څخه تښتیدلي
دغه وزارت په یوه خبروینا کې ویلي چې یاد کسان هغه مهال وتښتیدل چې د هغوی خپلوانو د هرات د شیدایي روغتون ډاکټران وډبول او د روغتون ښیښې یې هم ماتې کړې.
په خبروینا کې راغلي چې هغه پولیس چې د روغتون د امنیت لپاره موظف شوې، په دغه پیښه کې یې مرسته نده کړې.
عبدالحکیم تمنا د هرات روغتون رئیس وایي چې د تښتیدلیو کسانو شمیر ۳۸ تنه دې چې له دې جملې څخه ۲ ښځې او ۳۶ نور یې نرینه دي. دې وایي چې د یادو کسانو په شمیر کې د یوه کس، چې د دایکندي ولایت اوسیدونکې دې، د کرونا ویروس د آزموینې پایله مثبته تثبیت شوې وه.
تمنا زیاته کړې چې اوس مهال په هرات کې ۱۷ تنه د یادې ناروغې په تړاو په هرات کې بستري دي.
په همدې حال کې مسئولین وايي چې د آزمایښتونو د پایلو ځنډیدل او د حکومت لاپروایي د یادو کسانو د تیښتې لامل ګرځیدلې.
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه، د کب ۲۶، د یوې خبروینا له لارې څرګنده کړه چې په کرونا ویروس ۵ تازه پیښې ثبت شوي دي – هرات ۲، لوګر ۲ او بادغیس ۱. د یاد وزارت د معلواتو له مخې، تر دې دمه په هیواد کې د کرونا ۲۲ مثبتې قضیې تثبیت شوي دي.