تازه خبرونه

له پاملرنې پرته به د افغانستان اتیا سلنه نفوس پر کرونا اخته شي

Published

on

(Last Updated On: وری ۵, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزیر خبرداری ورکوي، چې د وړاندویېنو له مخې لږ ترلږه ۱۱۰ زره کسان به په افغانستان کې له کرونا ومري او ۲۱۰ زره نور به تر بشپړې څارنې لاندې ونیول شي.

د کرونا ویروس د خپریدو ګواښ په افغانستان کې ورځ تربلې ډېریږي او دمګړۍ په ټول هېواد کې ۴۲ کسان پدې ناروغۍ اخته شوي؛ خو د عامې روغتیا وزیر د خطرناکو وړاندویېنو خبر ورکړ.

د اټکل له مخې؛ ښایي د افغانستان اتیا سلنه اوسیدونکي یا شپاړس میلیون کسان پدې ناروغۍ اخته شي، چې لسګونه به ترې ومري.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ویلي، چې که څه هم تراوسه د کووید ـ۱۹ ویروس تر څارنې لاندې دی؛ خو که پر غونډو او ګڼه ګوڼې بندیز ونه لګول شي ښایي اتیا سلنه اوسیدونکي پدې ناروغۍ اخته شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هرات د کرونا ناروغۍ لوړه شمېره لري، چې له ګواښ سره یې ډېر کسان  مخ دی.

که څه هم ډېر ځله د دغه ولایت د قرنطین کیدو غوښتنه شوې؛ خو تازه حکومت پرېکړه کړې، چې سر له چهارشنبې به په دې ولایت کې پر ګرځیدو بندیز ولګول شي.

کابل هم، چې څو میلیونه نفوس لري اوس د کرونا دوه پېښې په کې لیدل شوي. له ډېرو سپارښتنو سره سره اوس هم پر غونډیدو بندیز ندی لګول شوي.

د عامې روغتیا وزیر ټینګار کړی، چې هوټلونه، رستورانتونه، پارکونه، حوضونه، د زدکړې مرکزونه او حمامونه باید وتړل شي.

که څه هم تراوسه په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر لږ دی؛ خو د عامې روغتیا وزارت په ډاګه کوي، چې په راتلونکیو ورځو کې به دا شمېر نور هم لوړشي.

حکومت ویلي؛ طالبانو هم اجازه ورکړې چې د روغتیایي مرستو په موخه ډاکټران د دوی تر واک لاندې سیمو ته تللی شي.

Trending

Exit mobile version