تازه خبرونه
په پروان ولایت کې د بتکو د ښکار پر سر د ترور د زامنو تر منځ په نښته کې ۴ کسان وژل شوي دي
(Last Updated On: وری ۹, ۱۳۹۹)
د پروان والي ویاند وحید شهکار بېښه منلې او آریانا نیوز ته په ډاګه کړې؛ د ترور دوه زامنو د بګرام ولسوالۍ په بالتوخېل سیمه کې د یوې بتکې د ښکار پر مهال ناندرې پیل کړې او بیا یې نښته وکړه، چې په کې ۴ کسان ووژل شول او دوه نور د دواړو خواوو ټپیان دي.
هغه زیاتوي؛ چې دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې او پولیس یې د څېړلو لپاره سیمې ته رسیدلي دي.