تازه خبرونه

له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د دولت ځانګړې شوې بودجه بیا کتل کیږي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۴, ۱۳۹۹)

د ولسمشر د عامه او سټراټيژیکو اړیکو سلاکار ټینګار کړی، چې له کرونا ویروس سره مبارزه د حکومت لومړیتوب دی او د همدې لپاره اړتیا ده، چې د خلکو د ژوند خوندي کولو په موخه ډېره بودجه ولګول شي.

د ولسي جرګې د عامې روغتیا کمیسیون د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې د څرنګوالي په تړاو یو شمېر حکومتي چارواکي ځواب ورکونې ته بللي وه.

د ولسمشر د عامه او سټراټيژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر ويلي؛ له کرونا ویروس سره د پراخې مبارزې لپاره د دولت ټوله بودجه تعدیل کیږي؛ ځکه، چې دې برخې ته وړ بودجه ځانګړې شي.

د عامې روغتیا وزیر ټینګار کوي، چې که له کرونا ویروس سره ګډه مبارزه ونشي حکومت به یې په یوازې توګه د کنټرولولو توان ونلري.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز څرګنده کړې؛ د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه د هېواد په کچه د ټولو همکاریو ته اړتیا لري، چې د مړینې کچه او ګواښ راټیټ شي.

د ولسي جرګې د عامې روغتیا کمیسیون مشر نجیب الله ناصر ټینګار کوي؛ حکومت باید د ګرځبندیز په اړه جدي تدابیر په پام کې ولري، چې اړ کسان ونه رنځیږي.

دغه راز د ولسي جرګې د روغتیا کمیسیون ټینګار کوي، چې له کرونا ویروس سره مبارزه او د خلکو د ژوند خوندیتوب د حکومت مسوولیت دی او په جدي ډول باید  له دې ناورین سره مبارزه وشي.

دوی ويلي؛ خلک هم مسوولیت لري، چې د امکان تر حده په کور کې پاتې شي او کرونا ویروس جدي وګڼي.

Trending

Exit mobile version