تازه خبرونه
له ولسمشریزو ټاکنو مخکې سوله اړینه ده
د سولې د ټینګښت څرنګوالی او د ټاکنو ترسره کیدل د سیاسیونو او حکومت ترمنځ د ورځې تاوده موضوعات دي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شهاب حکیمي وایي؛ مخکې لدې، چې ټاکنې وشي، باید د یو مشروع حکومت د رامنځته کولو لپاره د سولې هوکړې ته ورسیږو.
دوی وایي، که د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو وړاندې د سولې خبرې اترې پایلې ته ونه رسیږي؛ نو د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ باید اوربند رامنځته شي، چې ټاکنې په ټول هېواد کې تر سره شي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عنایت الله خفیظ وایي، چې په ټول هېواد کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره باید اوربند وشي او تر څنګ یې د سولې بهیر هم روان وساتل شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له سیاسي څېرو او حکومتي مشرانو سره په لیدنه کې د ولسمشریزو ټاکنو پر ترسره کیدو ټینګار کوي؛ خو ویلي يې دي، چې ممکن د ټاکنو له ترسره کیدو وړاندې سوله وشي.
څارونکي بنسټونه بیا د سولې په بهیر کې پر ابهاماتو نیوکه کوي او وایي، که د ټاکنو له ترسره کیدو وړاندې سوله ونشي؛ د تلې پر شپږمه باید ټاکني تر سره شي.
د افغانستان د روڼتیا ټاکنو بنسټ غړی حبیب الله شینواری وایي، چې که له ټاکنو مخکې سوله خوندي نشي او د لندمهاله حکومت لپاره کار روان وي؛ نو دا کار به مونږ ته مشروعیت ونلري. باید ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي.
دا په داسي حال کې ده، چې د ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د ټاکنو کمیسیون پر ظرفیت اندېښنې پخپل ځاي پاتې دي.