تازه خبرونه
په پکتیا پوهنتون کې د تالار جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پکتیا ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د ورزشي لوبو او سياليو پر وخت به هم د دغه ولايت ورزشکاران ترې ګټه واخيستلی شي.
دغه تالار، چې د ولسمشرۍ له ملي پراختيا څخه د ملاتړ ادارې پر مالي لګښت د بنایي تصدۍ لخوا د يو کال په کاري ورځو کې جوړ يږي او په يو وخت کې به د ۱۰۰۰ کسانو د ځايولو وړتيا ولري.
پکتيا والي شمیم کټوازي د ياد تالار د بنسټ ډبرې په کیښودو د پکتيا ولس او د پوهنتون مسوولينو او زدکړيالانو ته مبارکي وويله او د ياد تالار جوړونکي شرکت څخه یې وغوښتل، چې د ساختماني چارو کيفيت او کميت ته جدي پاملرنه وکړي.
خبریال: فریدالله احمد زی