تازه خبرونه
په پکتیا کې ۲۵۰ کسانو حرفوي زدکړې تر لاسه کړې
د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست رییس محبوب سلام زی وايي؛ په راتلونکیو کلونو کې غواړو دې ته ورته نور پروګرامونه هم ولرو، چې بېوزله خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
نوموړی زیاتوي؛ د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د وژل شويو کسانو کورنیو، معيوبينو او بې وزله کسانو ته په دغو زدکړو کې لومړیتوب ورکوو او د اړوند څنګې ځينې اړين وسايل هم پرې وېشل کیږي، چې د کورنۍ لپاره ترې يوه مړۍ ډوډوۍ تر لاسه کړای شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د تېرو کلونو په پرتله په هېواد کې بي کاري کمه شوې ده.
لدې زدکړو فارغ ګل ناز افغان وايي، که د کار زمينه ورته برابره شي د کورنۍ ټولې اړتياوې پوره کولی شي.
نبي نومی له مسوولينو غواړي، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
صابره نومې وایي، چې د پکتیا د نورو اوسیدونکیو لپاره دې هم ورته پروګرامونه په نظر کې ونیول شي.
د ثور۱۱ د کارګر نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې اوس هم شاوخوا تر دری میلیون ډېر کسان بیکاره دي.
خبریال: فریدالله احمدزی