تازه خبرونه
په پکتیا کې وسلوالو طالبانو د ملي پوځ د یوه سرتېري میرمن او زوی وژلي- عبدالله حسرت
د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت زیاته کړې، چې د سرباز دیدار میرمن او ۱۳ کلن زوی نثار د وسلوالو طالبانو د ځایي قومندان قاري عزیز د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه د ده کور ته ورغلي وه؛ خو نوموړي دا دواړه په دې تور په شهادت رسولې، چې خاوند یې په ملي پوځ کې دنده ترسره کوله. په داسې حال کې، چې سرباز دیدار د ده د واده د مراسمو د ترسره کولو په موخه ورسره دېرش زره افغانۍ (چې له خپل ملګري قرض کړې وې) مرسته هم کړې وه.
طالبان دغه پېښه په کلکه ردوي او وایي، چې دغه کومه شخصي او جنايي پېښه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې سرتېري دیدار آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د تره زوی یې دا کار کړی دی.