بلخ @ps

په کندوز کې شپني عملیات بریالي، ډېر ګټور او له لاسته راوړنو ډک وي- ناصر حکیمي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغان ځانګړیو ځواکونو عمومي قومندان وايي، چې د دوی شپني عملیات تر ټولو بریالي او له نورو عملیاتو ډېر ګټور او له لاسته راوړنو ډک وي.

افغان ځانګړي ځواکونه د ملي امنیت د ځانګړیو سرتېرو په ملتیا  عملیات تر سره کوي.

د ملي امنیت د ۰۹ قطعې د لومړي ضربتي کنډک قومندان ناصر حکیمي وایي، د نیمې شپې په توره تیاره کې د سیمې زیاتره خلک په خواږه خوب ویده وي؛ خو افغان ځانګړي ځواکونه په همدې توره شپه کې د دښمن لټون لپاره لیرې سیمو ته ځي، چې هر ډول ګواښ ورته  پېښيدونکی وي.

نوموړی خپلو سرتېرو ته وايي، چې څنګه خپل هدف ته ځان ورسوي.

د ملي امنیت سرتېری عتیق الله وایي، مونږ تل له الله پاکه مرسته غوښتې او ډاډه عملیات تر سره کوو.  

د نوموړي په وینا؛ الله پاک له مونږ سره دی او مونږ د خپلو خلکو په خدمت کې یو.

شپني عملیات په پوره پاملرنه روان دي او سرتېري هغې سیمې ته ور نږدې کیږي، چې ویل کیږي وسلوال مخالفین په کې دي.

افغان سرتېري وايي، چې وسلوال مخالفین د دوی له رسیدو مخکې له سیمې تښتي؛ ځکه، چې په وینا يې له دوی سره د مقابلې توان نلري.

مسوولین د وینا له مخې د کندوز په چار دره، خان آباد او د ښار په څنډو کې عملیات روان ساتل کیږي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version