تازه خبرونه

په کندهار کي د داعش د جلب او جذب عمومی مسوول نيول شوى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کندهار والي وايي، په کندهار کي د داعش لپاره د ځوانانو د جلب او جذب عمومی مسوول نیول شوی، چې په کونړ کي د داعش د سل کسيزي ډلې مشري هم پر غاړه لري.

د کندهار والي حيات الله حيات  وايي، چي دغه کس عبدالسلام نوميږي او له کونړ ولايت څخه راغلى و، چي په کندهار کې د داعش د جوړولو لپاره ځوانان جذب کړي.

په کندهار کي د ملي امنيت له لوري ٢٠ وسلوال کسان نيول شوي، چي په دې کې يې يو تن د داعش د وسلوالې ډلي د جلب او جذب مسوول دى.

د دې ولايت د ملي امنيت ریيس برکت الله څمکنى وايي، چي په دې ٢٠ نيول شويو کسانو کي ډېري داسې کسان دی، چي د ګاونډ هېوادونو د څارګرې ادارې له لوري ورته د هر کس د وژني پر سر لس زره افغانۍ ورکول کيدې او دوى هم په ښار او ولسواليو کي هدفي وژني کولې.

دا په داسي حال کي ده، چي د شنبې پر شپه په ارغنداب ولسوالۍ کي وسلوالو طالبانو پر امنيتي پوستو ډليز بريدونه تر سره کړي دي.

خبریال: بريالي رحيمي

Trending

Exit mobile version