بلخ @ps
په کندوز او بغلان کې د طالبانو له زندانونو ۴۷ بندیان خوشې شول
د پامیر ۲۱۷ قول اردو ویاند عبدالهادی آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې کوماندو ځواکونو تېره شپه ۱۲ بجې د کندوز ولایت په افتاش ولسوالۍ کې ۱۳ کسان د طالبانو له منګولو ژغورلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې آفغان ځواکونو ته زیان ندی اوښتی؛ درې پولیس، یو سرتېری، پېنځه عام وګړي او څلور مشکوک کسان د طالبانو له بنده خوشې شوي دي.
دغه ولسوالي درې کاله مخکې د ولسمشر غني لخوا منظوره شوې، چې له همغه وخته تر دې دمه د طالبانو تر څارنې لاندې ده.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې تېره شپه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د لرخابي په اړوند سیمه کې د طالبانو یو زندان مات شو؛ ۷ سرتېري، ۷ پولیس، ۳ د ملي امنیت سرتېري او ۱۷ نور عام وګړي ترې راخوشې شول.
د یادونې ده، چې په تېرو لس ورځو کې دا د طالبانو لسم زندان دی، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري مات او لسګونه بندیان ترې راخوشې کیږي.
طالبانو تر دې دمه د دغو پېښو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.