تازه خبرونه
په هند کې افغان پنا غوښتونکیو د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته اعتراض کړی
د کډوالۍ د نړیوالې ورځې سره په یوه وخت په هند کې افغان پناه غوښتونکي، چې په اروپايي او نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنې لپاره شپې ورځې تېروي، د اعتراض په توګه د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته راټول شوي دي.
دوی وايي، چې ملګري ملتونه یې غږ نه اوري او په هند کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
افغان پناه غوښتونکي وايي، چې د ملګرو ملتونو لخوا د دوی د پناه غوښتنې د نه منل کیدو په صورت کې د هند حکومت لخوا نغدي جریمه کیږي او یا هم زندان ته اچول کیږي.
په هند کې د افغانستان سفارت مسوولینو ويلي، چې دوی د افغان پناه غوښتونکیو د ستونزو د اوارۍ هڅې پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ ایران په تېرو شپږ میاشتو کې شاوخوا یو سل و لس زره افغان کډوال پر زور را ایستلي دي.
